د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسي په افغانستان کي طبیعي پېښو ۴۲۸ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
دغه دفتر ديکشنبې په ورڅ په نشر سوي راپور کي ويلي، چي په یادو پېښو کي ۹۷ کسان وژل سوي او ۳۳۱ نور ټپیان سوي دي.
د اوچا په وینا، دا پېښي د هیواد په ۲۰۲ ولسوالیو کي رامنځته سوي دي، چي غزني، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لغمان، لوګر، پکتیا، پکتیکا او نورستان ئې تر ټولو ډېر زیانمن ولایتونه دي.
راپور زیاتوي، د طبیعي پېښو له امله شاوخوا ۱۲ زره کورونه په بشپړ یا نیمه توګه ویجاړ سوي او نژدې ۱۳ زره کورنۍ زیانمني سوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي، ډېری زیانمني کورنۍ اوس هم بېړنیو بشري مرستو او سرپناه ته اړتیا لري.