د فارياب ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د جمعې په ورځ ماښام مهال د دغه ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کي د يوې ترافيکي پېښي له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي څلور کسان وژل سوي او درې نور ټپيان دي، چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي.
باید وويل سي، چي د کوچني اختر په شپو او ورځو کي په افغانستان کي د ترافيکي پېښو ګراف لوړ سوی.