د فرانسې سمندري ځواک په مدیترانه سمندر کي یوه کښتۍ نيولې، چې ګومان کېږي، چي د روسيې په دولت پوري مربوط ده.
راپورونه وايي، دغه کښتۍ د موزامبیک بیرغ پورته کړی و او د روسیې له مورمانسک ښار څخه ئې حرکت کړی و، چي وروسته تر تعقيب لاندي سوې وه.
همداراز ویل سوي چي دا اقدام د جعلي بیرغ د کاروني د شک له امله سوی دئ.
د فرانسې دولت ويلي، چي د يادي کښتۍ اړوند ئې څېړني پيل کړي دي.