د ملګرو ملتونو د ښځو څانګي د ۷۴ افغان ښځینه بنسټونو څخه يوه سروې ترسره کړې او په پايله کي ئې ويلي دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګي د ۷۴ افغان ښځینه بنسټونو څخه يوه سروې ترسره کړې او په پايله کي ئې ويلي دي، چي د نړۍوالو مرستو کمښت او پر ښځو دوامداره محدودیتونه د ښځو ملاتړي ادارې د تړل کېدو له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
د يادي څېړني له مخي، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسي لږ تر لږه یو میلیون ښځو او نجونو حیاتي خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړی او له نیمايي ډېري ښځینه ادارې اندېښنه لري چي ښايي په راتلونکو ۱۲ میاشتو کي خپلي چاري د بوديجې د کمښت له امله ودروي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم ط..البانو د افغان ښځو، پر زده کړو، کار او دې ورته نورو حياتي فعاليتونو بنديز لګولی، چي له امله ئې افغان مېرمني ورځ تر بلي د بشري بحران سره مخامخ کېږي.