سرچينو څراغ تلوېزیون ته ويلي چي تیره شپه د طا.لبانو مخالفو ځواکونو د بدخشان ولایت په یفتل ولسوالۍ کي د طا.لبانو

سرچينو څراغ تلوېزیون ته ويلي چي تیره شپه د طا.لبانو مخالفو ځواکونو د بدخشان ولایت په یفتل ولسوالۍ کي د طا.لبانو پر پوځي مرکزونو بريدونه کړي او یاده ولسوالۍ یې سقوط کړې ده.
د سرچيني په خبره چي د یفتل ولسوالۍ طا.لبان ټول خلع سلا سوي او اوس د مخالفينو په لاس کي ده.
د یادي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي هم څراغ تلوېزیون ته ویلي چي د تيري شپې څخه د پرلپسي ټکانو ږغونه اورېدل کېږې او اوس مهال په هوا کي چورلکي هم لېدل کېږې.

باید وویل سي چي د بدخشان ولایت د شهر بزرګ،تګاب او خاش ولسوالیو څخه هم د طالبانو خلاف د محلي خلګو د وسله ييزو تحرکاتو خبرونه ورکول سوي، خو تر اوسه د یادو تحرکاتو دقيق جزئیات لا معلوم نه دي.
د یادوني وړ ده چي طا.لبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.