د پاکستان ديني عالمان د يوې غونډي پر مهال د افغان ط..البانو او پاکستان دولت څخه غوښتي چي د اختلافاتو څخه دي لاس واخلي

د پاکستان ديني عالمان د يوې غونډي پر مهال د افغان ط..البانو او پاکستان دولت څخه غوښتي چي د اختلافاتو څخه دي لاس واخلي او مشکلات دي د خبرو د لاري حل کړي.
دغه ديني عالمانو د دواړو خوا غوښتي، چي د ښه ګاونډيتوب د اصولو پر بنسټ دي د دایمي سولي او ثبات له پاره کوښښ وکړي او په وينا ئې چي اختلافات د دواړو خوا په زيان دي.
هغوی ويلي چي اوسني اختلافات د پاکستان او افغان ط..البانو په ګټه نه دي بلکي ګټه ئې نور کسانو ته رسېږي.

هغوی په دغه غونډه کي ويلي:« د ملتونو ترمنځ مشکلات د جګړې له لاري نه‌هوارېږي، بلکي دا د خبرو اترو او تفاهم له لاري حل پيدا کولای سي. اړتيا ده چي د دواړو خوا لوړپوړي چارواکي د یو بل اندېښني واوري او د تاوتریخوالي پر ځای د سولي، ورورولۍ او همکارۍ لاره خپله کړي.