د کندهار څخه ځايي سرچينو د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي چي د‌ دوشنبې په ورځ د دغه ولايت په هرات بازار کي نامعلومو وسله

د کندهار څخه ځايي سرچينو د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي چي د‌ دوشنبې په ورځ د دغه ولايت په هرات بازار کي نامعلومو وسله والو يو کس ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي وسله وال پر موټر سيکل سپاره وو، چي تر بريد وروسته د سيمي څخه تښتېدلي دي.
د دغه کس هويت او د وژل کېدو علت تر اوسه پوري څرګند نه دئ.

بايد وويل سي چي ط..البانو د دغه پېښي په تړاو تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.