د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د پنج شنبې په سهار وختي ئې په افغانستان کي د وسله والو ترهګرو پر پټنځايونو بمبار کړی دئ.
په خبرپاڼه کي ادعا سوې چي د افغانستان په دوو سيمو کي ئې د تحريک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي) او بلوڅو وسله والو پر مرکزونو ئې بريد کړی او ۲۲ وسله وال ئې وژلي دي.
پاکستان ويلي چي دغه هوايي برید ئې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړی دئ.
په ورته وخت کي د ط..البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد ويلي چي د پاکستان جيټ الوتکو د کنړ په شلتن او د هلمند په ګرمسېر ولسواليو کي د ولسي وګړو پر کورونو بمبار کړی، چي له امله ئې ۹ کسان وژل سوي، ۱۱ نور ټپيان سوي او درې لا نادرکه دي.
م.جاهد د پاکستان دغه بريد د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری بللی او غندلی ئې دئ.