ط..البان وايي چي د کنړ ولايت په شلتن ولسوالۍ کي د پاکستان په هوايي بمبارۍ کي ۵ ولسي خلګ وژل سوي

ط..البان وايي چي د کنړ ولايت په شلتن ولسوالۍ کي د پاکستان په هوايي بمبارۍ کي ۵ ولسي خلګ وژل سوي.
د هغوی په خبره چي د پاکستان جيټ الوتکو د ولسي خلګو يو کور په نښه کړی دئ، چي ۵ ولسي خلګ په کښي وژل سوي او ۳ نور ټپيان دي.
بايد وويل سي، چي پاکستان د کنړ تر څنګ د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کي هم بمبار کړی و، چي ۱۲ ولسي خلګو ته په کښي مرګ ژوبله اوښتې وه.