د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان کړی، چي د امریکا پوځ د ایران د سوداګریزي بېړۍ توسکا ۲۲ کسیزه عمله پاکستان ته سپارلې ده، څو بېرته ایران ته ولېږدول سي.
د یاد وزارت په وینا، ټاکل سوې ده چي دا کسان به ژر تر ژره ایران ته انتقال سي.
همدارنګه، د «توسکا» بېړۍ به هم د اړینو ترمیماتو وروسته خپل اصلي مالک ته وسپارل سي.

اسلام‌آباد د امریکا دا اقدام وستایه او دا ئې د دواړو هیوادونو ترمنځ د باور جوړوني په لور یو مهم ګام بللی دئ.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) هم دا خبر تائید کړی دئ.
تر دې وړاندي، ایراني رسنیو هم د دې بېړۍ د ۶ نورو عملې د خوشي کېدو خبر ورکړی و.