د پاکستان څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د شيخ محمد ادریس په نوم يو ديني عالم نامعلومو وسله ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په خبره چي دغه پېښه د خيبر پښتونخوا په چارسده سيمه کي رامنځ ته سوې ده.
شيخ محمد ادريس د پاکستان د نظام په ملاتړ څرګندوني کولې او د پاکستان پر ضد ئې جګړه ناسم کار ګاڼه.