سرچینې وایي، په کنړ کي د قومي مشرانو په منځګړیتوب د ط..البانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د اوربند هوکړه سوې ده.
د معلوماتو له مخي، دواړه خواوي به خپلو پخوانیو پوستو ته ستنېږي.
په هوکړه کي دا هم شامل دي چي بېځایه سوې کورنۍ به بېرته خپلو سیمو ته ستنېږي او د جګړې پر مهال به د ملکي خلګو کورونه نه په نښه کېږي.
سرچینې زیاتوي چي دا پرېکړه د کنړ د سرکاڼو ولسوالۍ په ناواپاس سیمه کي د جرګې په ناسته کي سوې او ټاکل سوې چي تر هرو درو میاشتو وروسته به ئې د عملي کېدو ارزونه کېږي.
تر اوسه ط..البانو او پاکستاني چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.