د پاکستان په راولپنډۍ ښار کي د پاکستان پوليسو د افغان کډوالو يو ۱۵ کسيزه کورنۍ نيولې ده.
د پاکستان پوليس وايي چي د افغان کډوالو دغه کورنۍ ئې د ځانګړو عملیاتو پر مهال نيولې، چي په پاکستان کي د اوسېدولو قانوني اسناد ئې نه درلودل.
پوليس وايي، چي د افغان کډوالو دغه کورنۍ ئې د کډوالو کمپ ته انتقال کړې؛ ترڅو د پاکستان څخه یې اخراج کړي.
دا په داسي حال کي ده چي د پاکستان پوليسو د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه کړې ده او هره ورځ زرګونه افغان کډوال د خپلي خاوري څخه په زور او جبر باسي.