نن چهارشنبه د ځمکي نړۍواله ورځ ده. د ځمکي نړۍوالي ورځي په مناسبت، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ټینګار کړی، چي نړۍ باید د اقلیمي بدلون پر وړاندي چټک او عملي ګامونه واخلي، په ځانګړي ډول د نوي کېدونکي انرژۍ پراختیا، د طبیعت ساتنه او د زیانمنو خلګو ملاتړ.
ګوترش په خپل پیغام کي ویلي، که اوس اقدام ونه سي، د اقلیمي بدلون اغېزې به لا پسي خطرناکي سي او راتلونکی به له جدي ګواښونو سره مخ کړي. نوموړي له هيوادونو غوښتي، چي خپلي چاپېریالي ژمني عملي کړي او دوامدار پرمختګ ته دي لومړیتوب ورکړي.
د ځمکي نړۍواله ورځ هر کال د اپرېل په ۲۲مه لمانځل کېږي. دا ورځ په ۱۹۷۰ کال کي ونومول سوه؛ ترڅو د چاپېریال ساتني په اړه د خلګو پوهاوی لوړ سي.
کارپوهانو خبرداری ورکړي، چي د اقلیم بدلون، د ځنګلونو له منځه تګ او ککړتیا د ځمکي د راتلونکی د ګواښ سره مخ کوي او په ياده برخه کي بېړنيو اقداماتو ته اړتيا ده.