د کندهار د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ پر لويه لاره دوه کوچني موټران ټکر سوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ترافيکي پېښه کي دوه کسان وژل سوي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.