په ریاض کي د امریکا سفارت په سعودي عربستان کي د احتمالي امنیتي ګواښونو له امله خپلو وګړو ته د احتیاطي تدابیرو نیولو سپارښتنه کړې ده.
دغه سفارت ویلي، حوثي وسلهوالو تر دې مخکي د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو او مهمو تاسیساتو بریدونه کړي او اوس هم د جګړې د پراخېدو اندېښنې سته.
د امریکا د سفارت په وینا، د وضعیت د خرابېدو په صورت کي ښايي هوايي ډګرونه وتړل سي، الوتني لغوه او د هوايي سفرونو بهیر ګډوډ سي.
دغه سفارت له امریکايي وګړو غوښتي، چي تر سفر مخکي له هوايي شرکتونو او اړوندو هوايي ډګرونو سره د خپلو الوتنو په اړه تازه معلومات شريک کړي.