د کندهار د ط..البانو د ۲۰۵ البدر قولي اردو وياند نذير احمد شکيب د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي تېره شپه ئې د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند په مازل ګلۍ کي ئې ۳۸ کيلو ګرامه سپين زر نيولي چي په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کېدل.
د شکيب په وينا چي د دغو سپينو زر سره ئې يو شمېر کسان هم نيولي.
بايد وويل سي، چي په تېره اوونۍ کي هم په دغه ولسوالۍ کي لسګونه کيلوګرامه سپين زر نيول سوي، چي پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کېدل.