د ترکي رسنیو د راپورونو له مخي، د دې هيواد په پارلمان کي د واکمن ګوند د استازو او د جمهوریت د خلګو ګوند (CHP) د غړو ترمنځ فزیکي نښته رامنځ ته سوې ده.
د رسنيو د راپورونو له مخي ياده شخړه هغه مهال پیل سوه چي د اپوزیسیون استازو هڅه وکړه، د نوي ټاکل سوي عدلیې وزیر یلماز تونچ د لوړي د مراسمو مخه ونیسي.
لفظي لانجه په لنډ وخت کي په لاس او ګرېوان کېدو واوښته او د څو دقیقو له پاره ئې د پارلمان عادي بهیر ګډوډ کړ.
نشر سوي انځورونو کي ښکاري چي یو شمېر استازي یو له بل سره لاس اچولي او تالار کي ګډوډي رامنځ ته سوې ده. اپوزیسیون د تونچ له ټاکني سره خپل سخت مخالفت اعلان کړی، خو واکمن ګوند دا چلند د ولس ارادې ته سپکاوی بللی دئ.