راپورونه ښيي، چي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو افغانانو ته د نغدي پیسو ورکولو بهیر پیل کړی، چي د قطر په السیلیه کمپ کي اوسېږي او غواړي بېرته افغانستان ته ستانه سي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخي، د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پاول کپور دا موضوع د امریکا د استازو جرګې د یوې فرعي کمېټې غونډي ته بيان کړې ده. هغه ویلي چي واشنګټن هڅه کوي یاد کمپ وتړي او د همدې له پاره هغو افغانانو ته مالي وړاندیز کوي، چي د ستنېدو لېوالتیا لري.
د نوموړي په وینا تر اوسه شاوخوا ۱۵۰ کسانو دغه وړاندیز منلی او افغانستان ته د تګ له پاره ئې پیسې ترلاسه کړي دي. کپور ټینګار کړی، چي هېڅ افغان په زور نه ستنېږي او دا بهیر په بشپړ ډول داوطلبانه دئ.
په ورته وخت کي د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په قطر کي د افغانانو د کمپ تړل او بېرته خپل هیواد ته د هغوی لېږل له افغان متحدینو سره خیانت بللی دئ.
بايد وويل سي، چي امریکايي چارواکو د ورکړل کېدونکو پیسو د اندازې په اړه نور جزئیات نه دي وړاندي کړي.