د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، هڅه کوي د سالنګ لويي لاري د بيارغوني روان کارونه د ژمي له رارسېدو مخکي بشپړ کړي.
د دغه وزارت وياند محمد اشرف حقشناس ویلي، د ټولګټو وزیر ملا محمد عيسی ثاني د سالنګ لويي لاري د بيارغوني له چارو ليدنه کړې او اړوندو شرکتونو ته ئې سپارښتنه کړې، چې کارونه په ښه کيفيت او چټکۍ مخته يوسي.
د نوموړي په خبره، د سالنګ تونل او جبل السراج ترمڼ د سړک ۴۳ کيلومتره برخه په درو پړاوونو کي بيارغول کېږي، چې د لومړۍ ۱۳ کيلومتره برخي د کانګريټ اچولو کار ۹۵ سلنه بشپړ سوی دئ.
د سالنګ لويه لار کابل د هيواد له شمالي ولايتونو سره نښلوي، خو د ژمي پر مهال د سختو واورو له امله ډېري وخت د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي.
📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV