ټرمپ: د ايران د جګړې بریا د امريکا ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منني د ورځې په مناسبت له امریکايي سرتېرو سره په تليفوني خبرو کي ویلي، چې د ايران سره د روانو اختلافاتو بریا د امريکا په لاس کي ده.

د هغه په خبره امريکا چې هر وخت وغواړي، ترلاسه به ئې کړي.

ټرمپ ویلي، چې واشنګټن ایران ته د یوې موافقې فرصت ورکوي، چې د ډېرو خلکو ژوند وژغورل سي؛ خو ډاډه نه دئ، چې تهران به له دې فرصته ګټه واخلي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په کويټ کي هغه وروستۍ پېښه شکمنه بللې، چې دوه ايټالویان پکښي وژل سوي او په خبره ئې چې دا پېښه د جګړې لپاره له مخکي چمتو سوې نسخه ښکاري.

بايد وويل سي، چې ټرمپ يو ځل بيا ټينګار کړی، چې ايران به هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي.

📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *