ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کي ویلي، چي د افغانستان د خلګو د ژوند وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حالت

ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کي ویلي، چي د افغانستان د خلګو د ژوند وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حالت، د ط..البانو تر واکمنۍ لاندي ورځ تر بلي خرابېږي.
د ملګرو ملتونو دغه راپور د ۲۰۲۵ ميلادي کال د اګسټ څخه تر ۲۰۲۶ ميلادي کال د جنوري تر مياشتي پوري ترتیب سوی دئ، چي تېره ورځ د ملګرو ملتونو په شورا کي په جينوا کي وړاندي سوی دئ.
دغه سازمان دغه راز په نوموړي راپور کي ويلي، چي سږ کال شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان، چي د افغانستان نژدې نیم نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کي د نړۍوالو مرستو کمښت، له ګاونډیو هيوادونو څخه د شاوخوا درې میلیونه کډوالو بېرته ستنېدل، او دوامداره وچکالي د افغانستان د اقتصادي بحران د سختېدو اصلي لاملونه بلل سوي دي.
په راپور کي همداراز، د ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه، د بیان ازادۍ کمښت او د سختو سزاوو دوام د بشري حقونو جدي سرغړوني بلل سوي دي.
ملګرو ملتونو له ط..البانو غوښتي چي محدودیتونه لېري کړي او د خلګو اساسي حقونه خوندي کړي.