په تورخم کي د پاکستان چارواکو رسنيو ته ويلي، چي د سې شنبې د ورځي څخه د ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو لړۍ بيا پيلېږي

په تورخم کي د پاکستان چارواکو رسنيو ته ويلي، چي د سې شنبې د ورځي څخه د ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو لړۍ بيا پيلېږي.
د هغوی په خبره چي ټول هغه افغان کډوال چي په پاکستان کي د قانوني اوسېدلو اسناد نه لري، د تورخم د لاري به بېرته افغانستان ته واستول سي.
په ورته وخت کي د پاکستان رسنيو هم خبر ورکړی، چي د پاکستان دولت اړوند ادارو ته امر کړی، چي د مارچ د مياشتي د ۳۱ مي نېټې څخه دي د تورخم له لاري د افغان کډوالو د ايستلو پلان عملي کړي.

د پاکستان دولت ويلي، چي دغه لاره به يو اړخېزه خلاصوي يعني يوازي به د پاکستان څخه اخراج سوي افغان کډوال د دغي لاري څخه لېږدول کېږي.