پخواني والي او سياستوال محمد حليم فدايي د سې شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي

پخواني والي او سياستوال محمد حليم فدايي د سې شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي لس تنو وسله والو غلو په مرکز کابل کي د يوه پخواني مامور پر کور حمله کړې. د هغه په خبره چي غلو د ياد مامور د کور څخه ټولي نقدي پیسې، قيمتي توکي، د ښځو زر او موبايلونه غلا کړي.
د فدايي په وينا چي وسله والو غلو د دغه پخواني مامور يو ورور په چاقو وهلی او بل ورور ئې چي تازه د جرمني څخه په رخصتۍ افغانستان ته تللی و، ويشتلی او په وهلو کي لاس او پښې ورماتي کړي دي.
د هغه په خبره چي وسله والو غلو د ياد پخواني مامور د کور ښځي او کوچنيان هم رټلي دي.

فدايي په افغانستان کي د يوه قانوني، مشروع او د خلګو په غوښتنه د يوه داسي نظام پر جوړېدو ټينګار کړی، چي د ولس امنيت وساتي او خلګ ورسره خوندي سي.
ط..البانو تر اوسه د يادي پېښي په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کي په دې وروستيو کي وسله والي غلاوي زياتي سوي، چي ولس ئې د ط..البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.