په واشنګټن کي د شنبې په شپه په سپینه ماڼۍ کي د خبریالانو د کلنۍ مېلمستیا پر مهال د ټکانو ږغونه اورېدل سوي

په واشنګټن کي د شنبې په شپه په سپینه ماڼۍ کي د خبریالانو د کلنۍ مېلمستیا پر مهال د ټکانو ږغونه اورېدل سوي، چي له امله ئې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بېړنۍ توګه له صحنې ايستل سوی؛ خو چارواکي وايي چي هغه او نور لوړپوړي کسان خوندي دي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخي، پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې، چي یو شکمن کس پوليسو ته نږدې وسلوال برید وکړ.
د امریکا د پټو خدماتو ویاند وویل، بریدګر له شاټ‌ګن، لاسي ټوپک او څو چاقوګانو سره يو ځای نيول سوی.

د چارواکو په وینا، امنیتي ځواکونو د بریدګر مخه ونیوله او د دواړو لورو ترمنځ ټکان تبادله سوه. په دې پېښه کي د پټو خدماتو یو مامور ټپي سوی، خو مرمۍ ئې د زغروال واسکټ سره لګېدلې او وضعیت ئې ښه ښودل سوی دئ.
بریدګر ژوندی نیول سوی او روغتون ته لېږدول سوی.
په ورته وخت کي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته په خپل پیغام کي ويلي، چي دا یوه له پېښو ډکه شپه وه او د امنیتي ځواکونو چټک او زړور اقدام ئې وستایه.

هغه زیاته کړې، چي غوښتنه ئې کړې وه، چي مراسمو ته دوام ورکړي، خو وروستۍ پرېکړه امنیتي ارګانونو ته پرېښودل سوې وه.
چارواکي وايي چي پېښه تر څېړني لاندي ده او د فدرالي تحقیقاتي ادارې (اف بي آی) او د واشنګټن پولیس په ګډون امنیتي ځواکونه په سیمه کي حضور لري.