په کابل کي د ط.البانو امنیتي سرچينو څراغ تلوېزیون ته ویلي چي هغه غل یې نیولی دی چي پرون یې په هلمند کي د یوې غلا

په کابل کي د ط.البانو امنیتي سرچينو څراغ تلوېزیون ته ویلي چي هغه غل یې نیولی دی چي پرون یې په هلمند کي د یوې غلا پر مهال عکسونه رسنیز سول.
د سرچيني په خبره چي یاد غل یې د کابل لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کي نیولی دی.
سرچينه زیاتوي چي اوس مهال یاد کس تر پلټنو لاندي دی او ډیر ژر به یې نور د غلا ملګري هم ونیول سي.

باید وویل سي چي په کندهار او هلمند ولایتونو کي هره ورځ غلاوي مخ پر ډېريدو دي ،عام خلګ سخت شکایتونه کوي او ط.البان یې په کنټرول کي پاته راغلي دي.