آیا د خامنه‌اي مرګ به روایت‌جوړ کړي؟

آیا د خامنه‌اي مرګ به روایت‌جوړ کړي؟
امریکا او اسراییلو خامنه‌اي وواژه. خو د دې پېښې اهمیت یوازي د یوه سیاسي مقام په لېري کېدو کي نه خلاصه کېږي. د شیعه په دود کي «د یوه دیني ـ سیاسي مشر مرګ» ډېر ژر د مظلومیت/شهادت په روایت کي ځای پر ځای کېدای سي او وروسته د وینې‌غوښتنې (انتقام) معنا خپلولای سي. همدا معنا ورکول د پراخ بسیج توان لري. له همدې امله، د خامنه‌اي مرګ د یوه ولسمشر (لکه رئیسي) له مرګه سره یو ډول نه دی؛ ځکه هغه د خپلو پلویانو او همفکرو ځواکونو لپاره یوازي یو دولتي مدیر نه و، بلکي یو دیني ـ ایدیولوژیک مقام یې هم درلود.
د کربلا له پېښي وروسته، شیعه یوازي یوه «الهياتي تمایل» نه پاتېږي، بلکي ورو ـ ورو په یوه آییني تاریخي حافظه بدل سو. په دې حافظه کي عاشورا هر کال بیا لوستل کېږي، او همدا تکراري آیین روایت ژوندی ساتي.

د عاشورا مراسم، ویناوي، مرثیې او مقتل‌لوستل همدا دنده ترسره کوي: هر کال «همهغه کیسه» بیا ویل کېږي، معناوي نوي کېږي، او د مظلومیت او عدالت‌غوښتني احساس بېرته راژوندی کېږي. په همدې چوکاټ کي «یا لثارات الحسین» (ای د حسین وینېي غوښتونکي) یوازي احساساتي شعار نه و؛ بلکي د کربلا تاریخ کي دا د سیاسي کنش ژبه هم وګرځېده. د بېلګي په توګه د «توابینو» خوځښت او وروسته د مختار ثقفي پاڅون، چي د وینېي غوښتنه یې له ماتم او سوګوارۍ څخه سیاسي ـ پوځي اقدام ته یوړه.
نو دا فکر کول چي د خامنه‌اي شیعه‌پلوه ملاتړي به د هغه وژنه هیره کړي او دوسیه به یې وتړي، د شیعه د روایتي او آییني منطق له نه پېژندني سرچینه اخلي. د «شهادت» او «انتقام» روایت‌جوړونه کولای سي بسیج رامنځته کړي. خلک وژل کېدای سي، خو تر هغه چي روایتونه ژوندي وي، د شخړي د دوام امکان هم ژوندی وي. له همدې امله دا تصور چي د خامنه‌اي له مرګه وروسته به حالت په خپله «آرماني» سي، ساده‌انګاري ده.
خو دا چي ایا د وینې‌غوښتني خوځښتونه به راټوکېږي که نه، تر ډېره پوري په دې تړلې ده چي ایا د هغه مرګ به یو ځواکمن روایت جوړ کړي که یا؟