امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چي په لاسانجلس ښار کي یو موټرچلوونکي د ایرانی معترضانو پر یو لاریون برید کړی دئ.
دغه لاریون چي سلګونه کسان په کښي راټول سوي وو، د دوشنبې په ورځ، د جنوري په ۱۲مه ترسره سوی دئ.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چي په دې پېښه کي څومره کسان ټپیان سوي دي او د برید نور جزئيات هم نه دي خپاره سوي.
دا پېښه په داسي وخت کي رامنځ ته سوې چي هممهاله په ایران کي پراخ اعتراضونه روان دي او د نړۍ په ګڼو ښارونو کي ایرانیانو د حکومت پر ضد خپل ږغ پورته کړی.