د اروپايي ټولني د پناه غوښتني اداره وايي

د اروپايي ټولني د پناه غوښتني اداره وايي، د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کي شاوخوا ۳۹ زره افغانانو په اروپايي ټولنه او له دې اتحادیې سره په همکارو هیوادونو کي د پناه غوښتني له پاره غوښتنلیکونه ثبت کړي دي.
د دغې ادارې د راپور له مخي، دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷ سلنه کم دئ.
د راپور له مخي، سره له دې چي د افغانانو د پناه غوښتني شمېر کم سوی، خو لا هم زرګونه افغانان د امنیتي، اقتصادي او نورو ستونزو له امله د اروپا په هیوادونو کي د خوندي ژوند له پاره د پناه غوښتنه کوي.