د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه هيواد له خوا د افغانستان سره ۴۰۰ ټنه بشري مرسته سوې.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه بشري مرستي د دوشنبې په ورځ د حيرتان بندر د لاري افغانستان ته رسېدلي او ډېر ژر به پر اړمنو کورنيو تقسيم کړل سي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه بشري مرستو کي خوراکي توکي، درمل او طبي وسايل شامل دي.