د افغانستان د ازادۍ جبهې د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي تېره شپه ئې د کابل ښار په ۱۶ امنيتي حوزه کي د ط..البانو پر يو رنجر موټر بريد کړی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه برید کي ئې دوه ط..البان وژلي او دوه نور ئې ټپيان کړي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو تر اوسه د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.