د افغانستان د پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق د پنج شنبې په ورځ اعلان کړی

د افغانستان د پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق د پنج شنبې په ورځ اعلان کړی، چي ایټالیا د افغانستان سره ۲.۴ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
ياد صندوق ويلي دغه مرسته به په افغانستان کي د فرهنګي میراثونو د ساتني او د خلګو د اقتصادي پروګرامونو د ښه کولو په موخه ولګول سي.
یاد صندوق وایي، تېر کال ئې یو میلیون اړمنو افغانانو ته مرسته رسولې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر اټکل کوي چي په ۲۰۲۶ کال کي به شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا ولري او د دې له پاره ئې ۱.۷۱ میلیارده ډالره بوديجه غوښتې ده.