د افغانستان له پاره د بریتانیا ځانګړي استازي ريچارډ لينډسي د ډیورنډ فرضي کرښي په اوږدو کي د وروستیو نښتو او د پاکستان له لوري پر کنړ د بریدونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چي د ملکي وګړو خوندیتوب له پاره باید بېړني ګامونه پورته سي؛ ترڅو د تاوتریخوالي او د وضعيت د خرابېدو مخه نيول سوې وي.
هغه له دواړو لورو غوښتي چي له زغمه کار واخلي او خپلي ستونزي دي د خبرو د لاري حل کړي.