د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلی چي په تېرو دوو

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلی چي په تېرو دوو کلونو کي د افغان ښځو او نجونو پر وړاندي د تاوتریخوالي ګواښونه ۴۰ سلنه زيات سوي. یوناما وایي، شاوخوا ۱۴.۲ میلیونه ښځي دا مهال بیړني ملاتړ ته اړتیا لري.
په اعلامیه کي راغلي چي د ښځو په مشرۍ یو شمېر بنسټونه د مالي امکاناتو له کمښت سره مخ دي او پروژې ئې محدودي سوي دي.
یوناما ټینګار کوي چي وروستي مخابراتي بندیزونه د ښځو له پاره ډیجیټلي فرصتونه لا ستونزمن کړي دي.

د یوناما مشرتابه له ط..البانو غوښتنه کړې چي د ښځو پر وړاندې لګول سوي محدودیتونه پای ته ورسوي او له نړۍوالي ټولني ئې هم د دوامداره ملاتړ غوښتنه کړې.
د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړۍواله ورځ په داسي حال کي لمانځل کېږي، چي افغان ښځي له خپلو اساسي حقونو بې‌برخي دي او د زده‌کړې او کار حق ورڅخه اخیستل سوی دئ.