د امریکا حکومت اعلان کړی چي د ۱۹ مختلفو هيوادونو څخه د کډوالۍ او تابعیت له پاره وړاندي سوي اسناد او درخواستونه ئې

د امریکا حکومت اعلان کړی چي د ۱۹ مختلفو هيوادونو څخه د کډوالۍ او تابعیت له پاره وړاندي سوي اسناد او درخواستونه ئې تر بلي خبرتیا پوري ځنډولي دي.
د امریکا د مهاجرت د ادارو په وینا، دغه پرېکړه ئې د امنیتي اندېښنو له امله کړې ده او په دغه ۱۹ هيوادونو کي افغانستان، ایران، لیبیا، میانمار، سومالیا، سوډان، ترکمنستان، یمن او نور شامل دي.
د امریکا چارواکي زیاتوي، اوس مهال به د دغو هيوادونو اتباعو ته د ګرین کارډ، ویزې او تابعیت پروسه نه بشپړېږي او تر نامعلوم وخت پوري به ځنډېدلي وي.

د یادو هيوادونو ګڼو کورنیو او غوښتونکو د امريکا د دولت دغي پرېکړي اندېښمن کړي او له چارواکو غواړي چي د انساني حقونو او نړۍوالو اصولو ته دي پام وکړي.