د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چي امریکایي ځواکونو د تېري اوونۍ په پای کي د ایران اړوند پر ځینو پوځي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چي امریکایي ځواکونو د تېري اوونۍ په پای کي د ایران اړوند پر ځینو پوځي تاسیساتو په هرمز تنګي او شاوخوا سیمو کي بریدونه کړي دي.
د سنتکام له خوا په خپره سوې اعلامیه کي راغلي، چي دغه عملیات ئې د هغو ګواښونو په جواب کي ترسره کړي، چي د امریکا په وینا د ایران له لوري رامنځته سوي وو.
امریکایي چارواکي ادعا کوي چي ایران په نړۍوالو اوبو کي د دوی یوه بې‌پیلوټه الوتکه له منځه وړې وه.

د اعلامیې له مخي، امریکایي ځواکونو د ایران د هوايي دفاع ځیني وسایل، د بې‌پیلوټه الوتکو د کنټرول یو مرکز او دوه بریدګر ډرونونه په نښه کړي دي.
سنتکام ویلي چي یاد تجهیزات د سیمي د سمندري تګ راتګ له پاره خطر بلل کېدل.
امریکایي پوځ همداراز ټینګار کړی، چي په دې عملیاتو کي د دوی هېڅ سرتېری زیانمن سوی نه دئ.

بل لور ته، ایراني رسنیو په وروستیو ورځو کي راپور ورکړی و، چي د ایران وسله‌والو ځواکونو د فارس خلیج په فضا کي یوه امریکایي بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.