د امریکا د کانګرس ۶۶ غړو د ټرمپ له ادارې غوښتي چي هغه پلان دي لغوه کړي، چي له مخي ئې يو شمېر افغان کډوال پاکستان ته اخراجوي.
دوی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورنیو چارو وزیر مارکوېن مولین ته په یوه لیک کي ویلي، د راپورونو له مخي، د ټرمپ حکومت غواړي تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال د پاکستان له لاري افغانستان ته ولېږدوي.
د لیک لاسلیک کوونکو اندېښنه ښودلې چي په دغو کسانو کي د هغو افغانانو د کورنیو غړي هم سته چي پخوا ئې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی او د امریکا حکومت ئې د خوندیتوب ژمنه کړې ده.
د کانګرس غړو ويلي، چي دغه کسان په افغانستان کي د خطر سره مخ دي او د امريکا حکومت بايد دهغوی د خونديتوب له پاره يو اقدام وکړي.
هغوی د امریکا څخه غوښتي، چي د افغان کډوال د لېږد الوتني دي لغوه کړي.