د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان کړی

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان کړی، چي د ایران سره په روانه جګړه کي تر اوسه پوري ۱۳ امریکايي سرتېري وژل سوي او ۳۶۵ نور ټپیان دي.
د پنټاګون د معلوماتو له مخي په ټپیانو کي ډېره برخه ځمکني ځواکونه دي، چي شمېر ئې ۲۴۷ تنو ته رسېږي.
سربېره پر دې، ۶۳ تنه د سمندري ځواک غړي، ۱۹ تنه د سمندري پلي ځواکونو (مرین) او ۳۶ تنه د هوايي ځواک غړي هم ټپیان سوي دي.

پنټاګون همداراز ویلي، چي د ټپیانو له ډلي شاوخوا ۲۰۰ تنه د پوځ منځني او لوړپوړي افسران دي.
دغه معلومات په داسي حال کي خپرېږي، چي د ایران پر وړاندي پوځي عملیات لا هم دوام لري او د دواړو خواوو ترمنځ کړکېچ زیات سوی دئ.