د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، د هرمز تنګي له لاري پر سوداګریزو بېړیو د وروستیو بریدونو په غبرګون کي ئې د ایران پر څه باندي ۸۰ اهدافو د دقیقو وسلو په وسیله بریدونه کړي دي.
سنتکام ویلي، په دغو بریدونو کي د ايران د هوايي دفاع سیستمونه، ساحلي رادارونه، د بېړیو ضد د توغندیو وړتیاوي او د سپاه پاسداران له ۶۰ څخه زیاتي چټکي کښتۍ ئې ويشتلي دي.
یادي قوماندانۍ ادعا کړې، چي ایران مخکي د هرمز تنګي له لاري پر درو سوداګریزو بېړیو بریدونه کړي وو او دا ئې د اوربند څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

تر اوسه ایراني چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دئ ښودلی.