د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ مخه نه نیسي، بلکي د دې ټکنالوژۍ له پراختیا ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې چي د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا له پاره د یوه ځانګړي ځواک د جوړولو هڅه کوي.
ټرمپ ویلي، لکه څنګه چي د خپلي لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال ئې د فضايي ځواک بنسټ ايښی اوس هم غواړي د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کي نوی ځواک جوړ کړي.