د اوبو او چاپېريال د برخي کار پوه اسیم مایار وایي

د اوبو او چاپېريال د برخي کار پوه اسیم مایار وایي، د وروستیو سېلابونو پر مهال د اوبو د سم مدیریت د نشتوالي له امله د اوبو یوه لویه برخه بې‌ځایه ضایع سوې ده.
مایار په خپله لیکنه کي ويلي، چي د کندهار د دهلې بند د پرچاو له امله، هغه اوبه چي د سېلابونو پر مهال بند ته رسېدلې، بېرته تللي او ګټه ورڅخه نه ده اخيستل سوې.
د هغه په وینا، که دا اوبه مخکي له مخکي بزګرانو ته ورکړل سوي وای، هم به ئې کرنیزي اړتیاوي پوره کړي وای او هم به د ځمکي لاندي اوبه تغذیه سوي وای.

نوموړی زیاتوي، چي د دهلي د بند مسؤلینو د هوا وړاندوینو ته لازم پام نه دئ کړی او یوازي ئې د اوبو پر زېرمه کولو تمرکز کړی، په داسي حال کي چي د کندهار او نیمروز په ګډون ګڼي سیمي د اوبو له کمښت سره مخ وې.
د هغه په خبره، د اوبو نه رسېدو له امله بزګران اړ سول چي خپل باغونه د برمو په وسیله اوبه کړي، چي دا کار د ځمکي لاندي اوبو د کمېدو سبب کېږي.
برعکس، اوس د سېلابونو اوبه پرته له کارېدني بهېږي او ضایع کېږي.

اسیم مایار ټینګار کوي، چي په راتلونکي کي باید د دهلې بند او نورو بندونو مسؤلین د اقلیمي وړاندوینو پر بنسټ پر وخت پرېکړي وکړي او اوبه په مناسب وخت کي خلګو ته ورکړي، څو هم د اوبو ضایع کېدلو مخنیوی وسي او هم د اوبو سرچینې په دوامداره توګه وساتل سي.