د ايران د بشر حقونو فعالانو ټولني (هرانا) په خپل تازه اعلامیه کي ويلي چي تازه شمېرې ښيي چي په ايران کي د اعتراضونو

د ايران د بشر حقونو فعالانو ټولني (هرانا) په خپل تازه اعلامیه کي ويلي چي تازه شمېرې ښيي چي په ايران کي د اعتراضونو پر مهال د وژل سوو، نيول سوو او د بشر حقونو د سرغړوني پېښي لاهم د زياتېدو په حال کي دي.
د دې شمېرو له مخي، د تائيد سوو وژل سوو کسانو شمېر ۵ زره او دوه سوه ته رسېدلی دئ.
د‌ياد سازمان په وينا په وژل سوو کسانو کي ۲۰۷ تنه د ايران د امنيتي ځواکونو غړي هم شامل دي.

هرانا همداراز ويلي چي د نيول سوو کسانو ټوليز شمېر ۲۶ زره او ۷۵۲ ته رسېدلی دئ.