د ايران د بشري حقونو سازمان په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي چي ایران د تېري نومبر مياشتي په جريان کي ۱۵۲ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي دي.
خبرپاڼه ليکلي چي په دغو اعدام سوو کسانو کي ۴ تنه افغانان شامل وو.
په خبرپاڼه کي د اعدام سوو کسانو د جرمونو په تړاو تراوسه پوري څه نه دي ويل سوي.
بايد وويل سي چي تر دې يوه مياشت مخکي ايران ۱۱ تنه افغان اعدام کړي وو.