د ايران د پوځ لوی درستیز امير حاتمي د پنج شنبې په ورځ د خپلو خبرو پرمهال امريکا ته خبرداری ورکړی، چي د ايران پر ضد هر ډول ځمکني پوځي عمليات به له قاطع جواب سره مخامخ سي. د هغه په خبره که د ځمکي د لاري پر ايران بريد وسي د مقابل لوري هېڅ ځواک به ژوندی پاته نسي.
حاتمي تر خپل لاس لاندي ټولو پوځي قومندانانو ته لارښوونه کړې او ورڅخه ئې غوښتي، چي د مقابل لورو ټول تحرکات په لوړ دقت او اعظمي احتياط سره وڅاري.
د هغه په خبره ايران په ټول توان چمتو دئ، چي مقابل لوري ته غاښ ماتوونکی جواب ورکړي او د هغوی پلانونه خنثی کړي.