د ايران رسنيو راپور ورکړی، چي د چهارشنبې په ورځ د ايران د بهرنيو چارو وزیر کمال خرازي د اسرائیلو په بريد کي ټپي سوی او د هغه مېرمن په کښي وژل سوې ده .
د راپورونو له مخي، خرازي چي اوس مهال د ایران د ستراتېژیکو بهرنیو اړیکو د شورا مشري پر غاړه لري، د سختو ټپونو له امله په روغتون کي تر درملني لاندي دئ.