د ايران رسنيو راپور ورکړی، چي د تهران پوهنتون د فني پوهنځي په لابراتوار کي د ګازو د سلنډر د چاودني له امله يو محصل وژل سوی او دوه نور ټپيان دي.
د ياد پوهنتون چارواکي وایي، دا پېښه د هایدروجن ګازو د کپسول د نصب پر مهال رامنځ ته سوې ده.
مسؤلین وايي، ټپیان روغتون ته انتقال سوي او د پېښي د دقیقو لاملونو د معلومولو له پاره څېړني رواني دي.