د ايران سپاه پاسدارانو اعلان کړی، چي د احتمالي راتلونکو پوځي شخړو له پاره بشپړ چمتووالی لري

د ايران سپاه پاسدارانو اعلان کړی، چي د احتمالي راتلونکو پوځي شخړو له پاره بشپړ چمتووالی لري. هغوی دغه څرګندوني وروسته له هغه کړي، چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند د غځېدو خبر ورکړی؛ خو ځیني ایراني رسنۍ او سرچینې بیا د نوو بریدونو احتمال نه ردوي.
سپاه په خپل بیان کي ادعا کړې، چي د وروستیو عملیاتو پر مهال ئې د امریکا او اسرائیلو پر مهمو هدفونو درانه ګوزارونه کړي او مقابل لوری ئې د اوربند منلو ته اړ کړی دئ؛ خو تر اوسه امريکا او اسرائیلو د ايران د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
بل لور ته، د اسرائیلو لوړپوړو چارواکو ټینګار کړی، چي د ایران سره جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې او کېدای سي وضعیت بیا تاوتریخوالي ته ولاړ سي.