د ايران پوليسو د پنج شنبې په ورځ خبر ور کړی، چي د دغه هيواد په سيستان او بلوچستان ايالت کي په يوه ترافيکي پېښه کي ۱۲ افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ايران د پوليسو په وينا چي په دغه ترافيکي پېښه کي ۵ افغان کډوال وژل سوي او ۷ نور ټپيان سوي دي.
د ايران د پوليسو په وينا چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.
بايد وويل سي، چي تر اوسه د دغي پېښي په اړه په تهران کي د ط..البانو سفارت څه نه دي ويلي.