د ایران د اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف ادعا کړې، چي هیواد ئې د امریکا او اسرائیلو پر وړاندي په جګړه کي بریا ترلاسه کړې ده.
قالیباف د شنبې په ورځ د پارلمان د همغږۍ شورا په غونډه کي ويلي، چي اوس اړتیا ده چي د راتلونکي له پاره روښانه لید او د ځواکمن ایران د جوړولو هڅي زياتي کړو.
هغه دا څرګندوني پر داسي مهال کړي چي د راپورونو له مخي، د جولای له اوومي نېټې وروسته د ایران او امریکا ترمنځ پوځي کړکېچ یو ځل بیا زیات سوی او ویل کېږي چي امریکا د ایران د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو د پراخو بریدونو له پاره چمتووالی نیسي.