د ایران د تایباد څارنوال حجت صدیقي رسنيو ته ويلي، چي ۴۰۸ افغان بنديان ئې د دوغارون پولي د لاري افغانستان ته لېږلي دي.
د هغه په خبره چي دغه کسان د ايران په اتو زندانونو کي بنديان وو، چي په افغانستان کي افغان ط..البانو ته سپارل سوي دي.
د صديقي په وينا چي دغه کسان د نشه يي توکو په قضيو کي نيول سوي وو، چي د خپل بند پاته موده به په افغانستان کي تېروي.
هغه دغه راز ويلي، چي ط..البانو بيا درې ایراني وګړي چي په افغانستان کي بنديان وو ايران ته سپارلي دي.